غزني کې لاریون کوونکو د کابل-کندهار لویه لار تړلې
د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکو دغه ولایت کې د نا امنۍ د زیاتېدو له کبله اعتراض کړی او د کابل-کندهار لویه لاره یې تړلې ده.
لسګونو لاریون کوونکو نن جمعه سپتمبر څلورمه (وږی۱۴) د دغه ولایت د چارواکو د لرې کېدو نارې وهلې.
دا درېیمه ورځ ده چې دغه معترضین د نا امنۍ له کبله خپل غږ پورته کوي.
لاریون کوونکي وايي چې غزني کې ورځ تر بلې نا امنۍ زیاتیږي او د جګړې د ښکېلو خواوو قرباني عام خلک دي.
دوی وايي تر هغه چې ستونزو ته یې حل لاره پیدا نشي خپل لاریون ته به دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایت ویاند وحیدالله جمعه زاده د دغو لاریون کوونکو ادعاوې ردوي او وايي چې د تېرو میاشتو په پرتله د دغه ولایت امنیتي وضعیت کې پراخ بدلون راغلی.
د کابل-کندهار لویې لارې په تړل کېدو زرګونه مسافرین د دغه ښار په شاوخوا سیمو کې بند پاتې دي. دوی غواړي چې ژر تر ژره دې لاره خلاصه شي.