بامیانو کښې د طالبانو په حمله کښې نهه افغان پوځیان وژل شوي
Sep 28, 2020 10:24 Asia/Kabul
نهه تنه افغان پوځیان د افغانستان په بامیان ولایت کښې له طالبانو سره په نښته کښې ووژل شول.
نهه تنه افغان پوځیان د افغانستان په بامیان ولایت کښې له طالبانو سره په نښته کښې ووژل شول.
له کابله زمونږ خبریال وايي چې دغه نهه تنه افغان پوځیان د بامیان ولایت په شیبر ولسوالۍ کښې له طالبانو سره د تیرو دوو ورځو په نښتو کښې وژل شوي دي.
دغه نښتې هغه مهال پیل شوې چې طالبانو په (درّه شکاري) سیمه کښې د افغان پوځیانو پر پوستو حمله وکړه.
د ویلو ده چې په قطر کښې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د صلحې له مذاکراتو سره هممهاله دغې ډلې د هیواد په مختلفو سیمو کښې خپلې حملې زیاتې کړې دي.
ټیګونه