قطر ته د افغان ولسمشر سفر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93385-قطر_ته_د_افغان_ولسمشر_سفر
افغان ولسمشر محمداشرف غني پرون له کويت څخه د رسمي کتنې او سفر په هدف سره د يو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته لاړ او وروسته د کويت د امير د مړينې په مراسموکښې د ګډون لپاره دغه هېواد ته لاړ او چارواکو سره يې د دوو اړخيزو تعلقاتو په باره کښې بحث د نظر تبادله وکړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 06, 2020 15:52 Asia/Kabul
  • قطر ته د افغان ولسمشر سفر

افغان ولسمشر محمداشرف غني پرون له کويت څخه د رسمي کتنې او سفر په هدف سره د يو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته لاړ او وروسته د کويت د امير د مړينې په مراسموکښې د ګډون لپاره دغه هېواد ته لاړ او چارواکو سره يې د دوو اړخيزو تعلقاتو په باره کښې بحث د نظر تبادله وکړه.

قطر ته د افغان ولسمشر سفر په داسې حال کښې دے چې له تېرې مياشتې راهسې په دوحه کښې د افغان حکومت او طالب ډلې ترمېنځ خبرې اترې شروع شوې دي او تر اوسه يې څه خاص نتيجې نه دي لرلې.

اوس دا پوښتنه مطرح ده چې د دوحې له خبرو اترو څخه د تقريباً درې هفتو د تېرېدو باوجود تراوسه دغه بين الافغاني خبرې اترې په بندون کښې شتون لري او د افغانستان د صلحې خبرې اترې څه خنډونه لري؟

د کارپېژاندو له نظره په قطر کښې د بين الافغاني خبرو اترو وړومبنے مشکل د امريکې او طالب ډلې موافقې ته ګرځي. په دې معنا چې طالب ډلې له دې مخکې چې له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړی د تېر کال په  وروستيو وختونو کښې له ټرمپ حکومت سره يو موافقه ليک لاسليک کړ. په نورو الفاظو سره اوسنۍ بين الافغاني خبرې اترې چې په قطر کښې روانې دي په حقيقت کښې د امريکې او طالب ډلې د موافقې تر سيوري لاندې کيږي. په همدې وجه د زياترو کارپېژاندو له نظره د ټرمپ حکومت له طالب ډلې سره د تېر کال د موافقه ليک په وجه په خبرو اترو کښې د طالب ډلې طرفداري کوي.

بل ټکے دا چې د افغان حکومت او طالب ډلې لېږل شوي پلاوي په داسې حال کښې د دوحې په غونډه کښې ګډون کوي چې دواړه خواوې د خبرو اترو لپاره څخه خاص پروګرام او نقشه نه لري او په همدې وجه دي چې د تقريباً درې هفتو د تېرېدو باوجود د تماس ډلې په تشکيلولو سره د خبرو اترو لپاره د ګډې تګلارې په تکل کښې دي. په اوس حال  کښې دواړه لوري له يوبل سره د نظر بنيادي اختلافات لري.

له دې نه علاوه د جمهوريت او اساسي قانون ساتنه د قطر په خبرو اترو کښې دوحې ته د لېږې شوي افغان پلاوي سره کرښه ده. په حقيقت کښې د قطر په غونډه کښې د افغان ملت د استازيو تولې هلې ځلې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو ساتنه ده ، له شلو نه مخکښې دوران ستنېدل. په حقيقت کښې په دغو خبرو اترو کښې د افغان حکومت د استازيو کوشش دا دے چې د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کښې د طالبان ونډه اخېستنه په داسې صورت کښې اوشي او دغه هدف ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت له نظر وړومبنے ګام د ډزبندۍ ټينګښت دے. دا په داسې حال کښې دي چې طالب ډله له دې سره سره چې اوسنے اساسي قانون نه مني بلکه د اساسي قانون بدلولو ته په ډزبندۍ باندې ترجېح ورکوي او په دې مېنځومان کښې طالب ډله په افغانستان کښې د اسلامي امارت په نامه د خپل حکومت بيا راژوندي کول غواړي.

په مجموعي توګه هغه څه چې معلوم دي دا دي چې په قطر کښې د افغانستان د صلحې خبرې اترې په سستۍ سره روانې دي. د خبرواترو کونکو د وېنا له مخې دخبرو اترو د بنياد په توګه د حنفي فقهې او د امريکې د صلحې د موافقه ليک بنياد ګرځول د خبرو اترو د دوام په باره کښې د مذاکراتو د اودرېدو او اختلافاتو اصلي وجه ده.البته د افغانستان د ځينو سياسي نظرخاوندانو په باور منجمله پاکستان دا توانمني لري چې طالب ډلې مجبوره کړي چې له خپلو ځينو غوښتنو څخه ډډه کړي.

البته به گفته اعتقاد برخی صاحب نظران سیاسی  افغانستان از جمله  پاکستان از این توانایی برخوردار است که گروه طالبان را وادار کند تا از بعضی خواسته‌های خود کوتاه بیایند.

البته د سياسي څارونکو له نظره پاکستان ته د افغانستان په چارو کښې د امريکې د خاص استازي زلمي خليل زاد دويشت ځل سفرونه د افغانستان د صلحې په خبرو اترو کښې د اسلام آباد د رول د اهميت ښودنه کوي. البته د قطر په دوحه کحښې د بين الافغاني خبرو اترو له دوام سره په يو وخت تېره هفته پاکستان ته د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر څخه د اسلام آباد بلنه د دوو اړخيزو تعلقاتو او اعتماد جوړونې د بيا راژوندي کولو لپاره د دواړو هېوادونو د تازه هلو ځلو ښودنه کوي.  

ځينې کارپېژاندي د اسلام اباد تود هرکلے د صلحې د بهير له جوړولو څخه د ملاتړ لپاره د روغ نيت ښودنه کوي خو ځينې بيا دا يو باطل دور بللے دے.او وروستۍ خبره دا چې د سيمې هېوادونو ته د افغانستان د لوړ رتبه چارواکو سفر د افغان ملت او حکومت لپاره د افغانستان د صلحې د اهميت ښودنه کوي. په حقيقت کښې ټولې هلې ځلې د افغانستان د صلحې په لړ کښې او هغه هم د دغه هېواد د اساسي قانون په چوکاټ کښې دي.

------------