طالبان دې په بین الافغانی خبروکې اضافي لانجې نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93540-طالبان_دې_په_بین_الافغانی_خبروکې_اضافي_لانجې_نه_کوي
په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې د سولې دخبرواترو مرکچي ټیمونو له دولس ورځني ځنډه وروسته پرون خپلې خبرې اترې بیا پیل کړي او موافقه ئې کړې ، چې خبرواترو ته دوام ورکړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 14, 2020 09:00 Asia/Kabul
  • طالبان دې په بین الافغانی خبروکې اضافي لانجې نه کوي

په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې د سولې دخبرواترو مرکچي ټیمونو له دولس ورځني ځنډه وروسته پرون خپلې خبرې اترې بیا پیل کړي او موافقه ئې کړې ، چې خبرواترو ته دوام ورکړي .

زمونږ خبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر عبدا...عبدا...وئيلي دي طالبان  ټينګار کوی د اشرف غني له حکومت سره د سولې خبرې اترې له امریکا سره ددغې ډلې د موافقې په اساس وي ، حال دا چې په دوحې کې له طالبانو سره د امریکا موافقه ، یوه محدوده موافقه ده او یوې جامعې موافقې ته د رسیدا په اړه د دواړو لورو لپاره د عمل آزادي نشي برابرولی . 

 ډاکټر عبدا...وئيلي دي،د اشرف غني حکومت  له طالبانو سره په خبرواترو کې  له اختلافي موضوعګانو سره سره ، له دغې ډلې سره  دسولې غوښتونکی دی .

  د افغانستان د ولسمشر مرستیال سرور دانش په همداو وروستیو کې وئيلي وو،حکومت طالبانو ته وړاندیز کړی چې  داختلافاتو اساس دې  قرآن او سنت وګرځوي،خو طالبانهماغه راز له امریکا سره ددغې ډلې پر موافقې ټينګار کوي .

 په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې  د سولې  دخبرواترو  مرکچي ټیمونو  له دولس ورځني ځنډه وروسته  پرون  خپلې خبرې اترې بیا پیل کړي  او موافقه ئې کړې ،  چې  خبرواترو ته دوام ورکړي .

 دغه خبرې اترې په داسې حال کې پیل شوي،چې په قطر کې د طالبانو او د اشرف غني دحکومت دمرکچي ټيمونو سره د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد  لیده کاته ناکام شوي  دي .