د هرات د مصلی پنځمه مناره په نسکوریدو ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93903-د_هرات_د_مصلی_پنځمه_مناره_په_نسکوریدو_ده
د افغانستان د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مرستیال خبردارې ورکړ چې د دغه ولایت د مصلی پنځمه مناره د نسکوریدو له خطر سره مخامخ ده او باید مرمت شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 01, 2020 04:11 Asia/Kabul
  • د هرات د مصلی پنځمه مناره په نسکوریدو ده

د افغانستان د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مرستیال خبردارې ورکړ چې د دغه ولایت د مصلی پنځمه مناره د نسکوریدو له خطر سره مخامخ ده او باید مرمت شي.

د افغانستان د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مرستیال خبردارې ورکړ چې د دغه ولایت د مصلی پنځمه مناره د نسکوریدو له خطر سره مخامخ ده او باید مرمت شي.

آریا نیوز خبري آژانس لیکلي چې جاوید ضرغام پرون وویل: که د هرات د مصلی پنځمه مناره ولویږي نو مرګ ژوبله او تاوان به واړوي.

هغه زیاته کړه چې دغه مناره کږه شوې ده او د افغانستان حکومت دې د مرمت لپاره لاس په کار شي.

د هرات د مصلي پنځ ګونې منارې د تیموریانو په زمانه کښې جوړې شوې وې او د جنګونو په دوران کښې د هرات مصلی یا عیدګاه ورانه شوه او یوازې څلور ګنبدونه یې پاتې دي چې هغه هم تاواني شوې دي.

یونیسکو کابو دیارلس کاله مخکښې په مرمت سره د دغې تاریخي منارې د نسکوریدو مخه ونیوله خو اوس بیا خرابه شوې او په غورځیدو ده.

هرات تقریباً اته سوه تاریخي آثار او ودانۍ لري چې په کښې د هرات منارې تقریباً د شپږو پیړیو په لرغونوالي سره د افغانستان په ډیرو مهمو لرغونو او تاریخي آثارو کښې ګڼل کیږي.