ښایسته کندهار
(last modified Thu, 05 Nov 2020 09:15:27 GMT )
Nov 05, 2020 13:45 Asia/Kabul

د کندهار د ښایسته منظرو یوه وېډیو او ورسره یوه محلي سندره

کندهار (په دري: قندهار) د افغانستان دويم لوی ښار دي چې د افغانستان په جنوب کې د ارغنداو د رود په دره کې پروت دی او دا ښار د کندهار ولايت اوسني مرکز دی.

کندهار د افغانستان لومړۍ پلازمېنه او تر کابل وروسته کندهار د افغانستان تر ټولو لوي تجارتي مرکز دي. په دي ښار کې د شهيدانو چوک، حضرت جي بابا، ښکاپر دروازه، ټک ټک بازار، غازي پارک، عينو مينې، برو بازار، هرات دروازې، رنګريزانو بازآر، چهل زينو، او ملا نقيب چوک په ګډون يو شمېر ښکلې او تاریخی سيمي موجودي دي.