د کندهار ارغنداب ولسوالۍ له طالبانو پاکه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94028-د_کندهار_ارغنداب_ولسوالۍ_له_طالبانو_پاکه_شوه
وروستي راپورونه ښئ چې د افغان امنیتی مامورانو او طالبانو ترمینځ د کندهار په پنجوائي او ژیړئ ولسوالیو کې سختې نښتې هماغه راز دوام لري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 07, 2020 01:23 Asia/Kabul
  • د کندهار ارغنداب ولسوالۍ له طالبانو پاکه شوه

وروستي راپورونه ښئ چې د افغان امنیتی مامورانو او طالبانو ترمینځ د کندهار په پنجوائي او ژیړئ ولسوالیو کې سختې نښتې هماغه راز دوام لري .

 زمونږخبریال د طلوع نیوز چینل له قوله راپور راکړ ، د افغانستان دپوځ لوي درستیز  یاسین ضیاء پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې  وئيلی دي ،د طالبانو له منګولو د کندهار ولایت  ارغنداب ولسوالۍ د آزادولو په عملیاتو کې کابو  دوه سوه طالبان او  دوه پولیس وژل شوي دي .

 هغه زیاته کړې ،دم ګړۍ  دغه ولسوالي  د افغانستان د حکومتي ځواک په کنټرول کې ده او  طالب ځواکونو  له ارغنداب ولسوالۍ شاتګ کړی دی .

 کابو دوه اونۍ  مخکې  ارغنداب ولسوالۍ چې د کندهار  ولایت یوه ترټولو کراره ولسوالي شمیرل کیده ، په یولړ عملیاتو کې طالبانو نیولې  وه . وروستي راپورونه ښئ چې  د افغان امنیتی مامورانو او طالبانو ترمینځ د کندهار په پنجوائي او ژیړئ  ولسوالیو کې  سختې نښتې  هماغه راز دوام  لري .

پرون هم د ارزګان  ولایت ګیزاب ولسوالي  هم د طالبانو منګولو ته لویدلې ده.

 داپه داسې حال کې د ي چې  په افغانستان کې  د امریکاترهه ګر ځواک یو قوماندان  جان ډیډریک  دافغانستان  په بیلابیلو سیموکې  د طالبانو پر مورچلو د  حملوپه پلمه او دخپل پوځي شتون د دوام په توجیه کې وئيلي دي ، ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې  دامریکائي پوځیانو هوائي حملې به هماغه راز دوام ومومي   او  دبې پيلوټه الوتکو په وسیله به د طالبانو پټنځایونه او مورچلې ټارګټ کړي .حال دا چې  په قطر کې  امریکا له طالبانو ډلې سره د خپلو حملو د ختمولو ژمنه کړې ده .