په افغانستان کې امنیتی وضعیَت تر خطرناک حده رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94173-په_افغانستان_کې_امنیتی_وضعیَت_تر_خطرناک_حده_رسیدلی_دی
ځيني هیوادونه د افغانستان په ناکراریو کې رول لري چې باید د کرغیړن رول لوبونې په ځاي کې دې د افغان ولس په روغې جوړې کې ورسره مرسته وکړي او د وسلوالو ترهه ګرو او اړۍ ګړۍ جوړونکو له ملاتړه دې لاس واخلي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2020 01:24 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې امنیتی وضعیَت تر خطرناک حده رسیدلی دی

ځيني هیوادونه د افغانستان په ناکراریو کې رول لري چې باید د کرغیړن رول لوبونې په ځاي کې دې د افغان ولس په روغې جوړې کې ورسره مرسته وکړي او د وسلوالو ترهه ګرو او اړۍ ګړۍ جوړونکو له ملاتړه دې لاس واخلي .

آریا نیوز خبری آژانس راپورورکړی ، د افغانستان د حزب اسلامی د شوراګانو ټولنې غړو  پرون  دافغانستان په کابل کې  په یوه سیمنار کې وئيلي دي ، په دوحې کې  دطالبانو او افغانانو ترمینځ د سولې  دخبرواترو په پيلیدا سره په دغه هیواد کې د پوځيانو او عامو خلکو مرګ ژوبلې لازیاتې شوي دي.

    په دغې  غونډې کې ګډون کونکو  په افغانستان کې   دجنګ له ښکیلو لورو غوښتي دي ، جنګ  دې ختم کړي او  پر افغان ولس دې سوله ولوروي .

 ددغه سیاسی بهیر  غړي مدعي شوي ، چې  ځيني هیوادونه  د افغانستان په ناکراریو کې  رول لري چې باید د کرغیړن رول لوبونې په ځاي کې دې د افغان ولس  په روغې جوړې کې ورسره مرسته وکړي او  د وسلوالو ترهه ګرو او  اړۍ ګړۍ جوړونکو له ملاتړه دې لاس واخلي .

Image Caption