افغانستان کښې امریکايي ځواکونه له لسو اډو څخه ووتل
په افغانستان کښې د امریکې د پوځ لس اډې د دغه هیواد له ترهګرو پوځیانو څخه خالي شوې
په افغانستان کښې د امریکې د پوځ لس اډې د دغه هیواد له ترهګرو پوځیانو څخه خالي شوې
واشنګټن پوسټ خبر ورکړې چې دا پریکړه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو لپاره د قطر په دوحه کښې د امریکې او طالب ډلې ترمینځ د څو میاشتې مخکښنۍ موافقې له امله شوې ده.
خبر زیاتوي چې د امریکې د پوځ تړل شوې اډې د افغانستان په ارزګان، هلمند، لغمان، پکتیا، ننګرهار، بلخ، کابل، فاریاب او زابل ولایتونو کښې دي.
خو له افغانستانه دامریکې د دغو ترهګرو پوځیانو د وتلو په هکله لا کوم رپورټ نه دی ترلاسه شوې او د افغانستان کوم رسمي سیاسي او پوځي چارواکي هم د امریکايي پوځیانو له شتونه د دغه هیواد د پځي اډو د خالي کیدو په هکله نظر نه دی څرګند کړی.