د افغانستان په شمال کښې یو پوځي قومندان ووژل شو
Nov 30, 2020 11:38 Asia/Kabul
د افغانستان په شمال کښې د پوځ چارواکو په بادغیس ولایت کښې د ملي اردو د یو قومندان د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان په شمال کښې د پوځ چارواکو په بادغیس ولایت کښې د ملي اردو د یو قومندان د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
ایرنا خبري آژانس لیکلي دي چې د افغانستان په شمال کښې د ملي اردو چارواکو نن وویل: عبدالبصیر عثماني په بالامرغاب ولسوالۍ کښې د هغوي په اډې باندې د هاوان مرمۍ د لګیدو په پیښه کښې وژل شوی دی.
د دغه رپورټ له مخې په یاده پیښه کښې د ملي اردو ۱۱ ځواکونه زخمي شوي هم دي چې په کښې د دریو کسانو حالت نازک دی.
ټیګونه