افغانستان:
په ایران کښې د افغانستاني کډوالو د ځورونې ویډیو حقیقت نه لري
د افغانستان خارجه وزارت په ایران کښې د افغانستاني کډوالو د ځورونې او وهلوډبولو په هکله د لویدیځ په لمسه په انټرنیټ کښې خپره شوې ویډیو دروغ وبلله
د افغانستان خارجه وزارت په ایران کښې د افغانستاني کډوالو د ځورونې او وهلوډبولو په هکله د لویدیځ په لمسه په انټرنیټ کښې خپره شوې ویډیو دروغ وبلله
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې ویلي چې په ایران کښې د افغان مهاجرینو د سپکاوي په هکله په انټرنیټ کښې خپرې شوې ویډیوګانې له حقیقته لرې دي.
په دغه خبرپاڼه کښې راغلي دي چې د افغانستان او ایران د چارواکو ترمینځ د پرله پسې تماسونو په نتیجه کښې معلومه شوه چې دغه ویډیوګانو د تیرو کلونو دي او ځاې یې هم نه دې معلوم.
کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت هم په دې اړه خپل غبرګون کښې، دغه کار د ایران او افغانستان د اړیکو د خرابولو په موخه بللې او ویلي یې دي چې د تهران-کابل د اړیکو په مضبوطوالي کښې به هیڅ کمزورتیا او خلل را نه شي.