په دوحه کې د بینالافغاني خبرو دوهم پړاو پیل شو.
Jan 08, 2021 05:59 Asia/Kabul
د دغو خبرو پيل ته د جنورۍ ۵مه، یعنې تېره سې شنبه ټاکل شوې وه، خو د دواړو لورو مرکچیانو له یوه ورځني ځنډ وروسته پرون چهارشنبه مقدماتي غونډه وکړه.
د افغان غږ خبري آژنس(آوا) د راپور له مخې، د سولې وزارت ویاندې ناجیې انوري وویل چې اصلي بحثونه به راتلونکې شنبه پیلېږي.
ښاغلې انوري زیاتوي: "د دواړو لورو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرو دوهم پړاو د یوې مقدماتي غونډې په ترڅ کې پیل شو، داسې پرېکړه وشوه چې د راروانې شنبې په ورځ به د دواړو خواوو ترمنځ د اجنډا د څېړلو پر سر ټاکل شوي ټیمونه خپل کار پيل کړي."
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم هم بېګا پر ټویټر ورته خبر خپور کړی دی.
دواړو خواوو د لومړي پړاو خبرو پر مهال چې درې میاشتې وختیې ونیوه، د بینالافغاني خبرو اجنډا او تګلاره نهایي کړې ده.
د افغان دولت مذاکره کوونکي پلاوي ویلي، دې پړاو خبرو کې پر اوربند، سیاسي مشارکت او د راتلونکي نظام پر څرنګوالي خبرې کوي.
ټیګونه