له افغانستانه د امريکائي عسکرو کمښت منفي تاثير نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95404-له_افغانستانه_د_امريکائي_عسکرو_کمښت_منفي_تاثير_نه_لري
افغان حکومت د امريکائي عسکرو کمښت د افغانستان په جنګي حالت بې تاثيره وبلۀ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 16, 2021 12:27 Asia/Kabul
  •  له افغانستانه د امريکائي عسکرو کمښت منفي تاثير نه لري

افغان حکومت د امريکائي عسکرو کمښت د افغانستان په جنګي حالت بې تاثيره وبلۀ.

د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ملي امنيت د شورا د دفتر وياند رحمت الله اندړ په يو ويډيوئي پېغام کښې وويل چې همدا اوس په دغه  هېواد کښې شپږ نوي فيصده عمليات د افغان ځواکونو لخوا ترسره کيږي نو په همدې وجه د بهرنيو ځواکونو زياتوالے او کموالے د افغانستان په حالت څه منفي تاثير نه لري.

دا څرګندونې په داسې حال کښې کيږي چې د امريکې د دفاع وزارت پېنټاګان تېره ورځ وويل چې په افغانستان کښې د امريکائي عسکرو شمېر له څلورنيم زرو نه دوه نيم زرو ته کم شوے دے.

امريکه په افغانستان کښې له ماتې خوړونکي شل کلن شتونه وروسته هم هغه شان په دغه هېواد او سيمه کښې د ناامنيو، جنايتونو، جنګ او ترهه ګرۍ د زياتېدو عامله ده.