هرات کښې د انسان تښتوونکو یوه ډله ونیول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95424-هرات_کښې_د_انسان_تښتوونکو_یوه_ډله_ونیول_شوه
هرات کې امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله ونیوله.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jan 18, 2021 04:15 Asia/Kabul
  • هرات کښې د انسان تښتوونکو یوه ډله ونیول شوه

هرات کې امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله ونیوله.

د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې دهرات له ولایت مقامه په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله چې له څو کلونو راهیسې یې د دغه ولایت په سویل کې فعالیت کولو د ګذره ولسوالۍ د پولیسو له لورې ونیول شول.

د هرات د والي مرستیال نوراحمدحیدري وایي، دغه کسانو تر نیول کېدو وروسته په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او ټولې کړنې یې منلې دي.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امنیتي پېښو ترڅنګ انسان تښتوونکي هم زیات شوي دي.