د افغانستان د مالیې وزیر له دندې لرې کړے شو
(last modified Sat, 23 Jan 2021 08:48:41 GMT )
Jan 23, 2021 13:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان د مالیې وزیر له دندې لرې کړے شو

افغان ولسمشر غني د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې لرې کړ.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د چارو اداره وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې څخه لرې کړے او پر ځاے یې محمد خالد پاینده د دغه وزارت د سرپرست په توګه معرفي کړے دے.

د چارو ادارې په اعلامیه کې راغلي چې له دندې څخه د عبدالهادي ارغندیوال د لري کېدو وجه د عوایدو په جمع کولو کې ځنډ، له ګډ پلاوي سره په مالیې وزارت کښې د مقرریو د څېړنو په اړه نه همکاري او د دغه څېړنو مخنیوے کول،د مدیریت کمزورتیا، د ښې حکومتوالۍ ارزښتونو ته نه ژمنتیا، د جمهوري ریاست عالي مقام د ۷۷مادې نه عملي کول او د جمهوري ریاست له هدایاتو او احکامو څخه سرغړونه بللې ده.

تر دا مهاله د مالیې پخواني وزیر عبدالهادي ارغندیوال په دې اړه څه نه دي ویلي.عبدالهادي ارغندیوال څو میاشتې مخکې د ولسمشر غني لخوا د مالیې وزیر د سرپرست په توګه معرفي شو او څه باندې یوه میاشت مخکې د ولسي جرګې لخوا ورته د باور رایه ورکړل شوه.

بلخوا نن د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي هم رسنیو ته لېږلي یاداښت کښې ویلي چې له دندې څخه یې استعفا ورکړې ده، خو نوموړي د خپلې استعفا وجه نه ده په ډاګه کړې.

دا په تیرو دوو میاشتو کې د افغان کابینې دويم وزیر دے چې د ولسمشر غني لخوا له دندې څخه لیي کیږي.تر دې مخکې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر احمد جواد عثماني د ولسمشر غني لخوا له دندې څخه لري کړےشو.

 

ټیګونه