ننګرهار کښې اوو سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله واوښتله
-
فایل فوټو
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کښې د چاودنې له امله ۷ تنه سرحدي ځواکونه مړه او ژوبل شوي دي
له ننګرهاره زمونږ خبریال رپورټ راکړی، یوې امنیتي سرچینې چې نه یی غوښتل نوم یې واخیستل شي د دې خبر پر تاید سربیره وویل: د ننکرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ دچینګۍ په سیمه کښې د سرحدي پولیسو پر یو ټانګ د سر غاړې ماین چاودنه کړې چې په کښې پنځه سرحدي پولیس وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د دغې امنیتی سرچینې پر وینا په وژل شویو کې د یادې ولسوالۍ لپاره د سرحدي پولیسو د ټولي قوماندان چې تازه پر دنده ګومارل شوي و هم شامل دی. د هسکې مینې ولسوالي چې د جلال آباد ښار په سهیل لویدیځ کښې پرته ده یو مهال د داعش ډلې سترمرکز ګڼل کیده خو اوس مهال وسله وال طالبان پر هغه سیمو چې پخوا د داعش ډلې تر واک لاندې وې، واکمن دي