د افغانستان په جنوبي ولایت کې د ماین چاودنې ۳ ملکیان وژلي
Jan 30, 2021 09:17 Asia/Kabul
د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د ښخ شوي ماین په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون درې ملکیان وژل شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي رسنیو ته وویل، نن سهار لس نیمې بجې د پنجوايي ولسوالۍ په صالحانو چمن سیمه کې د ملکي خلکو پر زرنج موټر سایکل د سړک غاړې ښخ شوي ماین چاودنه کړې چې په نتیجه کې د یوه ماشوم په ګډون درې ملکیان وژل شوي.
بارکزی د پېښې مسوول وسله وال طالبان یادوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ټیګونه