ننګرهار کښې ناڅرګندو وسله والو یو قاضی په ډز و وواژه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96030-ننګرهار_کښې_ناڅرګندو_وسله_والو_یو_قاضی_په_ډز_و_وواژه
د جلال آباد ښار یو قاضي په ترهګره حمله کښې وژل شوی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2021 07:39 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې ناڅرګندو وسله والو یو قاضی په ډز و وواژه

د جلال آباد ښار یو قاضي په ترهګره حمله کښې وژل شوی دی

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار د استیناف محکمې ویاند کشمال ثاقب وایي ناڅرګندو وسله والو نن سهار مهال د جلال آباد ښار اړوند څلورمې ناحیې د استیناف محکمې د تجارت دیوان قاضی حفیظ الله په داسې حال کښې چې له کوره د خپل کار ځاې ته روان و، په ډزو ویشتې او ویې وژه.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان هم منلې چی مخ پټو وسله والو د ښار په څلورمه ناحیه کښې یو قاضي په ډزو وژلی دی. بریدګر له برید وروسته په تیښته بریالي شوي دي.

د ویلو ده چې په جلال آباد کښې د هدفي وژنو لړۍ په زور سره روانه ده. تیره ورځ هم وسله والو د ښار په دریمه ناحیه کښې د ملي امنیت ادارې یوکارکوونکی په ډزو وژلی و.

Image Caption