ناپېژاندو وسلوالو په قندهار ولایت کښې یو دیني عالم ووژۀ
Feb 04, 2021 05:47 Asia/Kabul
د قندهار د حج او قافو رییس محمد عمر عمر وويل چې نامعلومه وسلوالو پرون سهار د ښار د نهمې امنیتې حوزې اړوند سیمه کښې د عبدالباقي په نوم یو دیني عالم د خپل کور مخې ته په ډزو وژلی دے.
هغه وويل چي دغه دیني عالم یو ډير متقي او پرهېزګاره انسان ؤ او د طریقت خلیفه هم وو.
دا په روانه اونۍ کې دويم دیني عالم دے چې د قندهار په نهمه ناحیه کښي وژل کېږي.
تر اوسه د دغو دوو دیني عالمانو د وژنې ذمه واري چا په غاړه نده اخیستې.
ټیګونه