د کډوالۍ نړیوال سازمان:
له قحطۍ سره د میلیونونو افغانانو د مخامخیدو خطر شته دی
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، ښايي په افغانستان کې سږ کال ۱۷ میلیون افغانان د لوږې له خطر سره مخامخ شي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د باران او واورې د کمیدو له کبله به خلک له لوږې او وچکالۍ سره مخامخ شي، نو باید د بشري مرستو د برابرولو لپاره تیاری ونیول شي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د بېړنیو حالاتو د مشر نیک بیشپ په خبره، د افغانستان زراعت د وچکالۍ او قحطۍ له کبله اغېزمن شوی ځکه چې سږکال واوره او باران ونشو، نو د مرستې برابرولو لپاره باید هڅې چټکې شي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې ۱۷ میلیون افغانان چې د دې هېواد ۴۲ سلنه نفوس تشکیلوي لوږه به یې اغیزمن کړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې ګڼ شمېر افغانان چې شمېر یې میلیونونو تنو ته رسېږي خپل هېواد ته ستانه شوي او زرګونه نور د جګړو له کبله بې ځایه شوي چې اوسمهال له بېکارۍ سره مخامخ دي.
د دې سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې به کاري فرصتونه نور هم ستونزمن شي.
دې بنسټ په دوحه کې د افغان سولې خبرو ته په اشارې ویلي چې مذاکرات ولاړ دي، تاوتریخوالی زیات شوی او د کارپوهانو د څرګندونو له مخې وچکالي هم روانه ده.
له دې مخکې د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش هم د تېر کال په وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې ۷۰ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او شاوخوا ۱۳ میلیونه وګړي غذايي خوندیتوب نه لري.