جنګ،د افغانستان د لغمان ولایت خلک بې ځایه کړي دي
په لغمان ولایت کښې څه باندې دوه نیم زره افغان کورنۍ د جنګ او د طالبانو د بریدونو له امله کډه په سر شوې دي.
په لغمان ولایت کښې څه باندې دوه نیم زره افغان کورنۍ د جنګ او د طالبانو د بریدونو له امله کډه په سر شوې دي.
طلوع نیوز خبر ورکړی چې د افغانستان د لغمان ولایت د کډوالو د ادارې مشر وویل: په دې ولایت کښې د جنګ او ناامنۍ په وجه له تیر کال راهیسې له ۲ زره ۵۰۰ زیاتو کورنیو خپل کور کهول پریښې او نسبتاً امنو سیمو ته یې پناه وړې ده.
هغه زیاته کړه چې په کډوالو کښې زیاتره خلک د الیشنګ، الینګار او دولت شاه ولسوالیو څخه دي چې د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار ته تلي دي.
هغه څرګنده کړه چې دغه کډه په سر شوي خلک د خوراکي توکو، جامې، کمبلو او درملو له سخت کمي سره مخامخ دي او د ژمي په دې یخ موسم کښې د استوګنې لپاره مناسب ځایونه هم نه لري.