افغان پلاوې دوحه کې پرونۍ غونډه بې پایلي وبللې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97128-افغان_پلاوې_دوحه_کې_پرونۍ_غونډه_بې_پایلي_وبللې
د قطر په پلازمېنه دوحه د افغانستان د حکومت او د طالبانو مذاکراټي ټیمونه بیا ځلي غونډه کړې او د سولي د خبرو اترو د اجندا په هکله خبري سره کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2021 14:06 Asia/Kabul
  • افغان پلاوې دوحه کې پرونۍ غونډه بې پایلي وبللې

د قطر په پلازمېنه دوحه د افغانستان د حکومت او د طالبانو مذاکراټي ټیمونه بیا ځلي غونډه کړې او د سولي د خبرو اترو د اجندا په هکله خبري سره کړي.

د افغانستان د سولي د مذاکراتي ټیم  یو بل غړي غلام فاروق مجروح رسنیو ته وویل چي پرونۍ غونډه کې د اجنډا پر جوړېدو اوږده بحثونه وشول، خو په خبره يې پایله یې نه درلوده.

د مجروح په وېنا په راتلونکو ورځو کې به دواړه لوري یوې مطلوبې پایلې ته د رسېدو لپاره بيا د خبرو مېز ته کېني.

د افغانستان د مذاکراټي ټیم غړې فوزیه کوفي دوهم پړاو مذاکراتو پیل ته په اشارې سره ویلي چي غونډې په ورځني ډول روانې دي خو غواړو داسي یوه هوکړه وشي چې د خلکو پر ژوند اغېز وکړي او بدلون راولي.

دا په داسي حال کې دی چي د امریکا او د طالبانو تر مینځ د دوحې له موافقې څخه یو کال تیریږي خو په افغانستان کې نه یوازې سوله نه ده راغلې بلکي جګړه نوره هم سخته شوې.

د کارپوهانو په وېنا د امریکا او د طالبانو تر مینځ د دوحې موافقه د سولي نه وه بلکي امریکا غوښتل په دې کار سره په افغانستان کې د خپلو فوځیانو امنیت خوندي کړي.