په سورئې د امریکا حمله داعشي جنایتکاروته یوه ډالۍ وه
د امریکا ولسمشر کانګرس ته د یوه لیک په لیږلو سره هڅه کړ ې، په عراق کې په امریکائي پوځیانو د لازیاتو حملو د مخنیوي په پلمه دسورئې په ختیځ حمله توجیه کړي .
د امریکا په مشرانو جرګې کې د ورجینیا ایالت پخواني غړي ریچرډ بلک له پریس ټي وی سره په خبرو کې په سورئې د امریکا وروستۍ هوائي حمله د داعش ډلې لپاره یوه ډالۍ بللې او وئيلي ئې دي ،په نړۍ کې داسې یو هیواد هم نشته چې د نورو هیوادونو په ضد ئې دامریکا هومره پوځي حملې کړي وي .
بلک زیاته کړې ده،کله امریکا د عراق الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک چې له داعشي جنایتکارو سره په مبارزې کې یو اغیزشیندونکی ځواک ؤ ،حمله کوي ،په حقیقت کې ئې په عراق او سورئې کې له داعشي ترهه ګرو سره مرسته کړې ده .
د امریکا دغه جمهوري غواړي سیاستوال په دوام کې په دې خبرې کولو سره چې په بغداد کې په شنې سیمې وروستۍ توغندوي حملې یوازې په سورئې د حملې لپاره د جوبایډن دحکومت پلمه بللې ، وئيلي دي ، دسورئې خپلواکه ټاټوبی، د امریکا حملو ټارګټ شوی او دا په بشپړ ډول له نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې ده .
د امریکا دفاع وزارت دوه اونۍ مخکې د جمعې په ورځې په یوې اعلامیې کې وئيلي، ددغه هیواد پوځ د جوبایډن په فرمان د وسورئې په ختیځ کې دایران له خوا ملاتړکیدونکي دمقاومت ډلو پر مورچلو بمباري کړي ، چې د عراق الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک په یوې اعلامیې کې وئيلي ، دا حمله دسورئې په خاورې کې نه ،بلکې د عراق په پوله ایزو سیمو کې شوي چې د عراق دخپلواکۍ او مځکنۍ بشپړ تیا جوته خلاف ورزي ده . داپه داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر کانګرس ته د یوه لیک په لیږلو سره هڅه کړ ې، په عراق کې په امریکائي پوځیانو د لازیاتو حملو د مخنیوي په پلمه دسورئې په ختیځ حمله توجیه کړي .