ارزګان کې چاودنه اوو تنو ملکي وګړو ته مرګژوبله واړوله
Mar 13, 2021 09:22 Asia/Kabul
په ارزګان کې د سړک د غاړي په مین چاودنه کې دري ملکي وګړي وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت والي محمد عمر شېرزاد افغان رسنیو ته وویل، دا ماین چاودنه نن سهار مهال د کندهار – ترینکوټ پر لویه لاره د ملکی وګړو پر موټر شوې ده.
هغه زیاتوي چې په دې پېښه کې درې ملکي وکړي چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د ارزګان د والي په خبره، ټپیان د ترینکوټ حوزوي روغتون ته وړل شوي او وژل شوي کسان خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
شیرزاد د دې پیښي پړه د طالبانو په غاړه اچوي خو تر اوسه د دې چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
ټیګونه