فراه کې د مېرمنو لپاره ۲۹۰ شنې خونې جوړې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97754-فراه_کې_د_مېرمنو_لپاره_۲۹۰_شنې_خونې_جوړې_شوې
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د مېرمنو اقتصادي ځان بساینې لپاره په فراه کې د شنو خونو شمېر زیات کړے دے. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي رسنیو ته وویل چې سږکال په ټول هېواد کې منجمله په فراه کې سلګونه شنې خونې جوړې شوي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 18, 2021 07:47 Asia/Kabul
  • فراه کې د مېرمنو لپاره ۲۹۰ شنې خونې جوړې شوې

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د مېرمنو اقتصادي ځان بساینې لپاره په فراه کې د شنو خونو شمېر زیات کړے دے. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي رسنیو ته وویل چې سږکال په ټول هېواد کې منجمله په فراه کې سلګونه شنې خونې جوړې شوي دي.

نوموړي وویل چې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه فراه کې ۲۹۰ شنې خونې جوړې کړي دي. دغه پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له لارې پلي شوي. د دغو شنو خونو له شمېر ۱۸۱ یې لویې او ۱۰۹ یې وړې دي. د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه د کرنې وزارت د هغو پروژو په ډله کې ده چې په افغانستان کې د کوکنارو د کرکېلي د کچې ټیټولو او د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو توکو دودولو په برخه کې فعالیت کوي.