حامد کرزي د افغانستان له موقته حکومته ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97784-حامد_کرزي_د_افغانستان_له_موقته_حکومته_ملاتړ_وکړ
د افغانستان پخواني ولسمشر د دغه هیواد له لنډمهاله حکومته ملاتړ اعلان کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2021 14:08 Asia/Kabul
  • حامد کرزي د افغانستان له موقته حکومته ملاتړ وکړ

د افغانستان پخواني ولسمشر د دغه هیواد له لنډمهاله حکومته ملاتړ اعلان کړ

د افغانستان پخواني ولسمشر د دغه هیواد له لنډمهاله حکومته ملاتړ اعلان کړ

آوا خبري آژانس لیکلي چې حامد کرزي چې د افغانستان د صلحې په لړ کښې د ماسکو په غونډه کښې د ګډون په موخه روسیې ته تلی دی، د دغې غونډې ترڅنګ وویل: د لنډمهاله حکومت جوړول د حکومت او طالبانو ترمینځ یوې سیاسي موافقې ته د رسیدو لاره هواره کړي او دغه ډله په حکومت کښې ونډه ترلاسه کړي.

کرزي ټینګار وکړ چې له لنډمهاله حکومته یې ملاتړ هیڅکله په دې معنا نه دی چې نظام دې نابود شي، بلکې خلک باید د ډیموکراټک نظام په چوکاټ کښې په خپلو کښې یوموټي شي.

دا په داسې حال کښې دي چې موقته حکومت د امریکې او روسیې د ملاتړ وړ آیډیا ده او داسې ښکاري چې د ماسکو او استنبول د غونډو یو مهم چورلیز هم، هم دغه آیډیا وي.