عبدالله د اشرف غني دوروستۍ فیصلې په وړاندې بیاودرید
د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون په یوه فرمان کې د کندهار پخوانی والي حیات ا... حیات د مسعود اندرابي په ځاي د افغانستان نوی کورنیو چارو وزیر ټاکلی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دافغانستان د ملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا... عبدا... د دغه هیواد د ولسمشر اشرف غني له خوا د کورنیو چارو د وزیر له لیریکیدا سره سخت مخالفت کړی او وئيلي ئې دي ، دغه بیړنۍ فیصله د دواړو لورو ترمینځ شوي له سیاسی موافقې سره په مخالفت کې شوي ده .
ډاکټرعبدا... ټینګار کړی ، په اوسنیو ترینګلو شرائطو کې دغه شان فیصله د هیواد دګټو او مصلحتونو په خلاف ده او دمنلو وړ نه ده .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون په یوه فرمان کې د کندهار پخوانی والي حیات ا... حیات د مسعود اندرابي په ځاي د افغانستان نوی کورنیو چارو وزیر ټاکلی دی . که څه هم په دغه فرمان کې د اندرابي دلیریکیدا علت ته اشاره نه ده شوې . مسعود اندرابي څو میاشتې مخکې له ولسی جرګې د باؤر راي هم اخستی ؤ .
همداراز اشرف غني په یوه بل فرمان کې دافغانستان د پوځ لوي رستیز محمد یاسین ضیاء د دفاع وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی او دا هم وئیل شوي چې یاسین ضیاء به له دې سره په یووخت د دپوځ د لوي درستیز څوکۍ هم له ځان سره وساتي .