د پکتیا د ولایتي شورا غړی ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97868-د_پکتیا_د_ولایتي_شورا_غړی_ووژل_شو
د پکتيا ځايي امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د ولايتي شورا يو غړی د ناپېژاندو وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2021 01:39 Asia/Kabul
  • د پکتیا د ولایتي شورا غړی ووژل شو

د پکتيا ځايي امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د ولايتي شورا يو غړی د ناپېژاندو وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو.

د پکتيا ځايي امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د ولايتي شورا يو غړی د ناپېژاندو وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو.

د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد لعل اميري ویلي چې د ولايتي شورا پر غړي سردار خان ملنګ زوی تیر ماښام شاوخوا ۰۶:۳۰ بجې په ګردېز ښار کې وسله وال بريد شوی چې پر مهال یې ملنګ زوی وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دې بريد مسؤليت کوم چا یا ډلې پرغاړه نه دی اخيستی، خو د پکتيا د پوليسو وياند محمدلعل اميري وايي، چې پوليسو پلټنې پيل کړې دي.

د يادونې ده چې پرون شاوخوا شپږ مياشتې مخکې د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال محمدايوب غروال هم د وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې په پکتیا کې د هدفي وژنو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ولایتي شورا د غړي په ګډون درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

لومړۍ برید د وسله والو طالبانو له لوري وړمه شپه د ګردېز ښار په دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوی دی.

د راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو د پکتیا د امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت د یوه کارکوونکي په کور برید وکړ، چې له امله یې د نوموړي کارمند ورور ووژل شو او دده په ګډون دده بل ورور یې ټپیان کړل.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.