افغانستان د ایران د حقابه په باب هیرمند تړون ته ژمن دی
د کمال خان ډیم د افغانستان په جنوب لویدیځ کې دنیمروز ولایت دمرکز زرنج ښار په جنوب کې په اتلس کلومیټرۍ کې دهیرمند سین په لاره کې جوړ او پرون ئې د افغانسان د ولسمشر اشرف غني په لاس مخکتنه هم شوې ده .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ و د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون د افغانستان په نیمروز ولایت کې دهیرمند سین د پاسه د کمال خان ډیم مخکتنې په دستورو کې وئیلي دي ، دغه هیواد به له دې وروسته د ایران د حقابه په باب دهیرمند تړون په بشپړ ډول اجرا کړي .
د افغانستان ولسمشر دغې موافقې ته په اشارې سره وئيلي دي ،د هیرمند تړون له ایران سره د افغانستان د درست ولس تړون دی .
اشرف غني دغه راز روښانه کړې ده ، په دغې موافقې کې له لیکل شوي اندازې د لازیاتو اوبو لیږد په دې باب نیغ په نیغه خبرو ت اړتیا لري . د افغانستان ولسمشر په عین حال کې ټينګار کړی، د ایران او افغانستان اقتصاد د یوه بل مخالف نه ، بلکې دیوه بل بشپړونکی دی .
د ایران او افغانستان ترمینځ د هیرمند سین د اوبو تړون په ۱۳۵۱لمریز کال کې لاسلیک شوی او په اساس ئې ، په کال کې د هیرمند کابو اته سوه پنځوس میلیون میټر مکعب اوبه له ایران سره اړه لري . د هیرمند دسین د اوبو دتړون د پنځمې مادې په اساس، افغانستان له هغې اندازې د سین په لازیاتو اوبو هیڅ ډول ادعا نه لري ، چې په دغه تړون کې لیکل شوي ، حتی که لازیاتو اوبو ته اړتیا هم ولري .
د کمال خان ډیم د افغانستان په جنوب لویدیځ کې دنیمروز ولایت دمرکز زرنج ښار په جنوب کې په اتلس کلومیټرۍ کې دهیرمند سین په لاره کې جوړ او پرون ئې د افغانسان د ولسمشر اشرف غني په لاس مخکتنه هم شوې ده .