په کندهار کې ۲۹ طالبان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98092-په_کندهار_کې_۲۹_طالبان_وژل_شوي
د افغانستان د دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د افغان سرتېرو په بریدونو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2021 09:06 Asia/Kabul
  • په کندهار کې ۲۹ طالبان وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د افغان سرتېرو په بریدونو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

د افغانستان د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان امنیتي ځواکونو د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کندهار په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې پر طالبانو هدفمند عملیات ترسره کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د ترسره شوو بریدونو پر مهال ۲۹ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

همداراز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا، هغه ۵۰ کړۍ ماینونه چې طالبانو په ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په لاره کې ځای پر ځای کړي وو، د ملي اردو له لوري کشف او شنډ شوي دي.

خو طالبانو بیا په دې اړه تبصره نه ده کړې.

کندهار د افغانستان په جنوب کې د ناامنو ولایتونو په شمېر کې راځي چي په دې وروستیو کې طالبانو پکښې خپلو فعالیتونو ته زور وکړي.