خوست او لغمان کښې درې کسان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98188-خوست_او_لغمان_کښې_درې_کسان_وژل_شوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په لغمان ولایت کښې امنیتي سرچینو وویل نن په مهتر لام ښار کښې درې(۳) پولیس هغه وخت ووژل شوي چې د دوې د ګاډي په لاره کښې ماین چاودنه وشوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2021 11:09 Asia/Kabul
  • خوست او لغمان کښې درې کسان وژل شوي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په لغمان ولایت کښې امنیتي سرچینو وویل نن په مهتر لام ښار کښې درې(۳) پولیس هغه وخت ووژل شوي چې د دوې د ګاډي په لاره کښې ماین چاودنه وشوه .

د خوست پولیسو هم وویل «مجاهد» میدان ته نږدې په یوه(۱) موټر سایکل کښې د کیښودل شوي بم د چاودیدا له کبله اته (۸) ملکي وګړي او پوځيان ژوبل شول .

ځینو سرچینو وویل دغه بم چاودنه د خلکو یوې (۱)غونډې ته نږدې چې د افغانستان د جمهوري نظام د ملاتړ لپاره ترسره شوي ده شوي ده .

د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ یوشمیر وسیدونکو هم ویلي دي په دغه ولایت کښې له وسله والو کسانو سره د عسکرو په نښته کښې د ښځو او د ماشومانو په شمولیوشمیر ملکي وګړي  وژل شوي دي .

بل خبر دا چې ناپیژاندو وسله والو کسانو د افغانستان د پوځ د هوايي ځواک یو(۱) افسر وواژه او طالبانو په شمال کښې د اوبو په یوه(۱) ډیم هم برید کړی .

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وویل د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کښې د پوځ د هوايي ځواک په افسر «صفت الله فقیر» باندې د وسله والو کسانو لخوا برید  وشو.

د افغانستان د اوبو د تنظیم د ملي ادارې د اعلان پراساس  طالبانو د فاریاب ولایت په خوا کښې په «دهنه» ډیم برید وکړ چې له کبله یې د ډیم دوه(۲) ساتونکي ووژل شول او یو(۱) بل ژوبل شو.