افغان پوځيان پرعاموخلکوحملې کوي باید مخه ئې ونیول شي
ذبیح ا... مجاهد رسندویو ته په خطاب کې هم وئيلی دي، د نظر وړ سیمو ته د تلو لپاره د دوي دشتون زمینه برابروي او دوي باید دعامو خلکو وژلې ایشوا کړي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ ، دطالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره مدعي شوی ، دافغانستان حکومتي ځواکونه د بهرني هوائي ځواک په ملاتړ سره د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې دخلکو په کورونو اویوه ګڼ ګوڼ بازار حملې کړې چې دغه ځایونه ئې په کنډوالو بدل کړي دي .
د طالبانو ډلې دغه ویندوي زیاته کړې ده ، د افغانستان ځانګړی ځواک د هلمند ولایت په شوراب ولسوالۍ کې او د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې په ځینو سیمو کې پر عامو خلکو حملې کړي دي .
مجاهد په دې ادعا سره چې طالبان دغه ډول حملې محکوموي ، او غچ به ورځيني واخلي ، وئيلي دي ، د بشري حقوقو اورګانونه دې ددغه شان حملو او عامو وژلو په وړاندې خپل دریځونه مشخص کړي او خپل مسئولیتونه دې وپيژني .
هغه وئيلي په افغانستان کې د ملګروملتو نمایندګي (یوناما) چې تل د عامو خلکو دمرګ ژوبلو په باب غلط راپورونه خپروي ، باید دخپل مسئولیّت په درک کولو سره ، دعامو خلکو دوژلو حقیقي راپورونه ثبت او خپرۀ کړي . ذبیح ا... مجاهد رسندویو ته په خطاب کې هم وئيلی دي، د نظر وړ سیمو ته د تلو لپاره د دوي دشتون زمینه برابروي او دوي باید دعامو خلکو وژلې ایشوا کړي .