په ننګرهار کې طالبانو دوه پلونه په بمونو الوزولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98674-په_ننګرهار_کې_طالبانو_دوه_پلونه_په_بمونو_الوزولي
ځايي خلک وایي، طالبانو پلچکونه په دې موخه په بمونو الوزولي څو یادې پوستې ته مرستندویه ځواکونه ونه رسېږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2021 10:20 Asia/Kabul
  •  په ننګرهار کې طالبانو دوه پلونه په بمونو الوزولي

ځايي خلک وایي، طالبانو پلچکونه په دې موخه په بمونو الوزولي څو یادې پوستې ته مرستندویه ځواکونه ونه رسېږي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو د سره رود ولسوالۍ اړوند فتح اباد سيمه کې دوه پلچکونه په بمونو الوزولی دي.

دوی وایي، د دې پلچکونو له ړنګېدو وروسته لاره بنده ده او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

بل لورته د ځايي خلکو په خبره په همدې سیمه کې تېره شپه وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر یوه پوسته وسله وال برید هم کړی وو.

د دوی په وینا پر یاده پوسته د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ ۳ ساعته سخته جګړه وشوه، خو طالبان د پوستې په نیولو بریالي نه شول.

ځايي خلک وایي، طالبانو پلچکونه په دې موخه په بمونو الوزولي څو یادې پوستې ته مرستندویه ځواکونه ونه رسېږي.

د.ځایي خلکو په خبره د هاوان ۴ مرمۍ د ملکي خلکو پر کورونو هم لګیدلي خو ځاني زیان نه لري.

په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې وویل، په دې نښته کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې .

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.