د افغانستان د اسلام قلعه ګمرک پرانستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98744-د_افغانستان_د_اسلام_قلعه_ګمرک_پرانستل_شو
د افغانستان په شمال لویدیځ کښې د اسلام قلعه ګمرکي سرحد یوځل بیا پرانستل شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2021 01:43 Asia/Kabul
  • د افغانستان د اسلام قلعه ګمرک پرانستل شو

د افغانستان په شمال لویدیځ کښې د اسلام قلعه ګمرکي سرحد یوځل بیا پرانستل شو

د افغانستان په شمال لویدیځ کښې د اسلام قلعه ګمرکي سرحد یوځل بیا پرانستل شو

د افغانستان د هرات د والي ویاند پرون وویل چې له کابله هرات ته د یو پلاوي په ورتګ او له والي او د معترضانو له پلاوي سره په کتنې سره، د لاریو د خاوندانو د یوې اونۍ اعتراضونه ختم  شول او د اسلام قلعه ګمرکي سرحد خپل فعالیت دوباره پیل کړ.

جیلاني فرهاد پرون د ایرنا خبریال ته په مرکه کښې وویل: معترضانو د ولسي جرګې د ورغلي پلاوي او له کابله د مالیې د وزارت له استازي سره له خبرواترو او د اسلام قلعه په ګمرک کښې د اورلګیدنې د وروستۍ پیښې له زیان لیدلو سره د مرستې له ژمنې وروسته د خپلې اعتراضي ناستې او پرلتیو خیمې ونړولې او له دغه سرحدي ګمرکه د شیانو د انتقال بهیر یې دوباره پیل کړ.

د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اسلام قلعه سرحد او له ترکمنستان سره د تورغندي سرحد تیره اونۍ معترضانو بند کړی و او ورڅخه یې د سوداګري شیانو د وارداتو د بهیر مخه نیولې وه چې له امله یې په تیره بیا په هرات کښې د خوراکي شیانو بیه لوړه شوې وه.