د افغانستان د سولې په هکله د اجماع اړتیا شته
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د هیواد د سولې په بهیر کښې د سیمې د هیوادونو د رول په مهم بللو سره په افغانستان کښې د اوربند د ټینګیدا لپاره د سیمه ییزې او د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا غوښتنه وکړه .
خارجه وزیر حنیف اتمر د افغانستان په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره په کتنه کښې د بین الافغاني سولې د بهیر په بریالیتوب کښې د سیمې او د نړۍ د هیوادونو رول مهم وباله او ویې ویل دغه اجماع باید د اوربند د تامینیدا ، د ټولو سیاسي ډلو د موافقې او د سولې د بهیر د پیاوړتیا لپاره وکارول شي .
د افغانستان خارجه وزیر اتمر او د امریکا استازي زلمي خلیل زاد هیله وکړه چې د ترکیې په غونډه په افغانستان کښې د اوربند او د سیاسي حل لارې د اساسي اصولو په هکله موافقه وشي .
د افغانستان د باندنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کښې د هندوستان له سفیر رویندرا ټنډن سره په کتنې کښې هم د استنبول د غونډې د ترسره کولو لپاره د چمتووالیو په هکله خبرې وکړې او د سولې د خبرو اترو د بریالیتوب لپاره د سیمه ییزې او د نړیوالې اجماع په پیاوړتیا کښې یې د نوي ډیلي رول رغنده وباله .
حنیف اتمر د افغانستان د حکومت پلان د قدرت د انتقال لپاره تر ټولو ښه قانوني لاره وبلله او ویې ویل په هیواد کښې د اسلامي جمهوري نظام ساتل د ټولو هیوادونو په ګټه دی .