د روژې په مبارکې میاشتې کښې دې اوربند وشي
(last modified Tue, 13 Apr 2021 00:28:17 GMT )
Apr 13, 2021 04:58 Asia/Kabul
  • د روژې په مبارکې میاشتې کښې دې اوربند وشي

د هرات د مدني ټولنې فعالانو او اجتماعي ارګانونو په افغانستان کښې له ښکیلو لورو وغوښتل چې د رمضان په برکتناکې میاشتې کښې له سراسري اوربند سره موافقه وکړي.

د هرات د مدني ټولنې فعالانو او اجتماعي ارګانونو په افغانستان کښې له ښکیلو لورو وغوښتل چې د رمضان په برکتناکې میاشتې کښې له سراسري اوربند سره موافقه وکړي.

د هرات د مدني ټولنې د ارګانونو د شبکې مشر سید اشرف سادات د روژې د میاشتې د هرکلي په لړ کښې د رسنیو په شتون سره خبري کانفرنس کښې وویل: د افغانستان جګړه منفعتي ده او لکه څنګه چې صلحې د افغانستان د خلکو په ګټه ده، جنګ هم د جنګ د پلوي ډلو په ګټه دی.

په هرات کښې د ملکیانو د ساتنې د کاري ډلې او شورا مشر حاجي ملنګ بوراني هم وویل: تمه دا ده چې ښکیل لوري د روژې په مبارکې میاشتې کښې اوربند اعلان کړي چې په خواشینۍ سره په دې وروستیو کښې نښتو زور اخیستې دی او که وضعیت هم دغه شان دوام ومومي نو ډیر خلک به د روژې په مبارکې میاشتې کښې کډه په سر شي او غمیزه به رامینځته شي.

په دغې غونډې کښې ګډون کونکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له طالبانو او د افغانستان له حکومته وغوښتل چې لږترلږه د رمضان په مبارکه میاشت کښې دې اوربند ته غاړه کښیږدي او له دښمنۍ لاس واخلي او په دې میاشتې کښې الهي غفران او مغفرت پیدا کړي. هغه د جنګ له لورو وغوښتل چې د روژې په برکتناکې میاشتې کښې سراسري اوربند ومني او پرې ږدي چې خلک لږترلږه د استنبول د غونډې د پایلې تر معلومیدو پورې له تیري او ناامنۍ خوندي پاتې شي.

په عین حال کښې د دغې بیانیې په پاې کښې ټینګار شوی چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتیدل دې لامل نه شي چې د افغانستان حکومت د استنبول په غونډې او د صلحې د مذاکراتو په نورو غونډو کښې د لازیات امتیاز ورکولو لپاره تر دباؤ لاندې راشي ځکه چې دا د افغانستان د خلکو په تاوان دی.