طالبان د استانبول له غونډې په شا شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98862-طالبان_د_استانبول_له_غونډې_په_شا_شول
په دې سره د می په لومړۍ نیټې له افغانستانه د امریکایی عسکرو له ویستلو مخکې اوربند ته د رسیدا لپاره د بایډن حکومت هیلې ماته وخوړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2021 11:26 Asia/Kabul
  • طالبان د استانبول له غونډې په شا شول

په دې سره د می په لومړۍ نیټې له افغانستانه د امریکایی عسکرو له ویستلو مخکې اوربند ته د رسیدا لپاره د بایډن حکومت هیلې ماته وخوړه .

طالبانو وايي د روانې اپریل میاشتې په ۱۶مه د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په هکله په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون نه شي کولی چی په دې سره د می په لومړۍ نیټې له افغانستانه د امریکایی عسکرو له ویستلو مخکې اوربند ته د رسیدا لپاره د بایډن حکومت هیلې ماته وخوړه .

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دې ناستې په تړاو یې لا هم خپلمنځي سلا مشورې روانې دي او هرکله چې یې پرېکړه وکړه بیا به یې له خلکو سره شریکه کړي.

.

که څه هم د استانبول ناستې لپاره کومه مشخصه نېټه تر اوسه رسماً نه ده اعلان شوې، خو ځینو سرچینو ویلي و چې ښایي دا ناسته د روانې اپریل میاشتې په ۱۶مه ترسره شي.

طالبان په داسې مهال د استانبول په ناسته کې د اپریل په ۱۶مه نېټه د ګډون نه کولو خبره کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال له افغان چارواکو سره کتلي او د استانبول د غونډې اجنډا یې ورسره شریکه کړې ده چې کابل ته یې د سفر اصلي موخه هم د استابنول د غونډې په اجنډا خبرې اترې وې.

د بایډن حکومت هیله من وو چی د ترکیې خبرې اترې د اوربند او د طالبانو په شمول د یوه موقته حکومت سبب شی خو طالبانو د موقته حکومت لپاره د امریکا وړاندیز وغنده او ویې ویل چی ورته هلوځلو ماته خوړلی ده .