قندهار کښې مائن چاودني د یوې کورنۍ ۴ غړي ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99008
چاودنه بېګاه شپه د قندهار شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د زرتالې په سیمه کې د ملکي خلکو پر موټر شوې ده، چې له امله یې د یوې کورنۍ څلورو غړو ژوند بایللی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 16, 2021 17:30 Asia/Kabul
  • قندهار کښې مائن چاودني د یوې کورنۍ ۴ غړي ووژل

چاودنه بېګاه شپه د قندهار شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د زرتالې په سیمه کې د ملکي خلکو پر موټر شوې ده، چې له امله یې د یوې کورنۍ څلورو غړو ژوند بایللی.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، چاودنه د وسله والو د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.