افغانستان د یوه بهرني هیواد سرپرستي نه مني .
(last modified Mon, 19 Apr 2021 05:32:11 GMT )
Apr 19, 2021 10:02 Asia/Kabul
  • افغانستان د یوه بهرني هیواد سرپرستي  نه مني .

د افغانستان ولسمشر ټینګار وکړ د دغه هیواد خلک په ځانونو باندې د یوه(۱) بهرني هیواد قیمومیت نه مني .

محمد اشرف غني د امریکا له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د افغانستان خلک نه غواړي له هیواد څخه د امریکا او د ناټو د عسکرو وتل په یوه(۱) بهرني قیمومیت سره ځای ناستي شي .

د افغانستان ولسمشر اشرف  غني زیاته کړه د کابل حکومت او د هیواد خلک غواړي د سیمې له هیوادونو سره یو(۱) څو اړخیزه اتحاد ولري .

اشرف غني د افغانستان په راتلونکي کښې د چین د رول په هکله وویل چین یو(۱) لاسوهونکی قدرت نه دی او نه غواړي د نورو په استازي توب جنګ ته ورګډ شي یا پوځي لاسوهنه وکړي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان په هکله هم وویل داسې ښکاري چې اسلام اباد په خپل بهرني سیاست کښې د چین او د نورو هیوادونو تر اغیز لاندې ورشي .

اشرف غني زیاته کړه یوازنی هیواد چې له یوه (۱) بې ثباته افغانستان  او په دغه هیواد کښې د یوه بل جنګ له پیلیدا څخه تاوان ویني پاکستان دی او دغه به یوه(۱) بایلونکي ـ بایلونکي موضوع وي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني دغه راز د طالبانو او د افغان میرمنو په هکله هم وویل که چیرې طالبانو ډله غواړي د افغانستان د راتلونکي برخه ووسي نو باید ښځې په رسمیت وپیژندي او د ښځو د حقوقو احترام دې وکړي .

 

ټیګونه