د ایران، افغانستان او نړۍ ورځپاڼې
عزیزانو په دې پروګرام کې به اول د تهران بیا د کابل او که وخت وشو نو د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب، تبصرې، سرمقالې او خبرونه تاسو ته وړاندې شي.
د تهران چاپ ورځپاڼي
نن د تهران چاپ ورځپاڼې د برجام نړیوالي ایټمي موافقې، د امریکا بندیزونو او یو شمېر نورو بهرني او کورني مسایلو په اړه لیکنې کړي دي.
کیهان
د تهران چاپ دغه ورځپاڼه په خپله لومړي پاڼه کې په داسي حال کې چي د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ویانا کې د برجام د مذاکراتو په هکله هیلمندي ښودلې ده، سپیني ماڼۍ ویلي چي د بندیزونو تر لیري کېدو وروسته د ایران له لوري د بندیزونو د لیري کېدو په هکله ريښتیا ازموینه نه شي منلای.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو جګپوری چارواکی وایي که ایران داسي یو دریځ غور کړي چي له امریکې وغواړي بندیزونه لیري کړي او بیا د دې کار راستي ازموینې یا تائید تر سره کړي او وروسته خپلو ژمنو ته راستون شي دا د امریکې لپاره د منلو نه ده.
هغه دې باندې هم ټینګار وکړ چي هیڅ داسي یو تضمین شتون نه لري چي د برجام د ایټمي تړون په هکله تر بیا ځلي موافقې د امریکا راتلونکې اداره ورته ژمن پاتي شي او له موافقې څخه و نه وځي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دغه چارواکی زیاته کړه: حتي د موافقې په صورت کې په ایران باندې ټول لګول شوې بندیزونه نه شي لیري کېدای، په ایران باندې لګول شوي بندیزونه درې ډولونه لري، یو ځینې هغه بندیزونه دي چي د لیري کولو وړ دي، یو ځینې هغه بندیزونه دي چي په اړه یې باید مذاکرات وشي او ځینې بندیزونه په هیڅ صورت کې د لیري کېدو نه دي.
هغه همدارنګه وویل چي په ایران باندې د امریکې بندیزونه به تر هغه وخت پوري دوام وکړي چي ایران د برجام د نړیوالي موافقې په چوکاټ کې خپلي ټولي ژمنې نه وي پوره کړي.
ورځپاڼه په دوام کې لیکي: د امریکې کنګرس د ایران په ضد یوه داسي طرحه برابره کړې ده چي په کښې پراخ بندیزونه په نظر کې نیول شوي چي په تاریخ کې سارې نه ده لرلې.
دغه ورځپاڼه بیا په یو بل خبر کې بیا د امریکې د بندیزونو او په ویانا کې د مذاکراتو په هکله د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند سعید خیب زاده وېناو ته انعکاس ورکوي:
هغه د برجام په چوکاټ کې د دولت له مذاکره کوونکو څخه د داخلي کره کتونکو د نیوکو په غبرګون کې وویل: موږ د به د برجام د مذاکراتو ځینې برخې د رسنیو په واک کې کښېږدوو، په ویانا کې د ایران او د ۱+۴ د مذاکراتو فضا مثبته ده خو تر اوسه د بندیزونو د لیري کېدو په اړه اختلافات په خپل ځای کې پاتي دي.
اطلاعات
د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا په خپل لومړي مخ کې د اسرائیلو په ایټمي تاسیساتو د توغندیز برید خبر ورکړی دی.
اطلاعات د یوې اسرائیلي رسنۍ په حواله لیکي: له سوریې څخه توغول شوی توغندی د اسرائیل د توغندی ضد سیسټمونو څخه په تېرېدو سره د صهیونیستي رژیم د ډیمونا په ایټمي تاسیساتو موښتی دی.
همدارنګه په اسرائیلو کې د وسلو د جوړولو په یو پرمخ تللی مرکز کې هم چاودنې شوې دي خو اسرائېلي رسنیو یې په اړه څه نه دي خپاره کړي.
دغه ورځپاڼه په دوام کې د سعودي عربستان د ملک خالد په هوایي اډې او د ارامکو په تیلي تاسیساتو د یمني ځواکونو د برید خبر ورکړی دی.
د ورځپاڼې په وېنا د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند ویلي چي د سعودي عرب په جیزان سیمه کې د ارامکو په تیلي تاسیساتو او په خمیس مشیط کې د ملک خالد په هوایي اډې باندې د بې پیلوټو الوتکو په مټ پراخ بریدونه شوي دي.\
ابتکار
دغه ورځپاڼې بیا د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په هکله د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف وېناو ته انعکاس ورکړی دی.
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران تر تاسیس وروسته هر چیري چي په هیواد کې ستونزه پیدا شوې ده سپاه مرستي ته وردانګلی دی، له سیلابونو او زلزلو څخه نیولې بیا تر امنیتي ګواښونو او د هیواد محافظت، دا یوه معلومداره خبره ده چي که د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران نه وای نو اوس به هیواد هم له مینځه تللی وای.
د کابل ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې بیا هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په افغان سوله کې د ګاونډیو د غوښتنو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.
هشت صبح
هشت صبح لیکلي، امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو له اعلان سره د افغانستان برخلیک افغانانو، ګاونډویو او د افغانستان په قضیه کې ښکېلو هېوادونو ته وسپاره او اوس د دوی کار دی چې د افغانستان برخلیک څنګه ټاکي؟
په سرمقاله کې راغلي، په داخلي کچه دولت، طالبانو او سیاسي ګوندونو تل ویلي چې د افغانستان روانه کشاله د جګړې له لارې نه هوارېږي، خو دوی بیا خبرو کې د افغانستان د راتلونکي، سیاسي واک او د نظام د جورښت په اړه ویشلي نظرونه لري او هر اړخ په سوله کې خپلې ژورې ګټې لټوي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان په راتلونکي نظام کې طالبانو ته نیمه ونډه ورکړي، ایران او چین بیا هڅه کوي چې طالبان د افغانستان په اوسني نظام کې مدغم کړي، خو شمالي ګاوندیانو بيا د افغانستان امنیت ته سترګې نیولي او منځنۍ اسیا ته د سخت دریځۍ له ورتګه په وېره کې دي.
ویسا
ويسا لیکلي دي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغه اعلان چې پرته له کوم قید او شرط څخه به د روان کال تر سېپټمبره خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي، دې اقدام کابل اندېښمن کړی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که طالبان د امریکايي عسکرو په وتلو کې ځنډ په دې شرط قبول کړي چې بندیان به یې خوشې کېږي او امریکایان به د افغان حکومت په ملاتړ هوايي بریدونه نه کوي، خدای خبر چې ارګ به له څومره نورو ستونزو سره مخامخ شي؟
لیکوال سپارښتنه کوي، افغان دولت او طالبان باید د جګړې پایته رسېدو لپاره هڅه وکړي، داسې هڅه چې ولس یې غواړي او هغه اوربند او تل پاتې سوله ده.
ملي ارمان
ملي ارمان لیکلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم طالبانو په استانبول غونډه کې د نه ګډون پرېکړه وکړه او یو ځل بیا یې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړل.
د لیکوال په اند ممکن د طالبانو له لوري لویو ښارونو په ځانګړي توګه کابل ښار کې امنیتي ګواښونه زیات شي، د لیکوال په باور دا احتمالي خطر داسې مهال زیاتېږي چې نړیواله ټولنه افغانستان کې د سیاسي هواري په هڅو بوخته ده.
د سرمقالې لیکوال طالبانو ته سپارښتنه کوي چې روان حساس فرصت او د سولې له هم مهاله هڅو سره په خوا کې دې انعطاف وښيي، د افغانانو خیر او ښېګڼه دې په پام کې ونیسي او جګړه بنده کړي.
د سرمقالې په پای کې ټینګار شوی چې د جګړې له لارې هېڅوک هم واک ته نه شي، رسېدلی، سوله کې د ټولو افغانانو خیر دی او هېواد له بربادۍ ژغوري.