په پغمان کې ټرافیکي پېښې ۷۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
Apr 27, 2021 13:01 Asia/Kabul
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ۴۰۴ موټرو د ټکر خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، دا ټرافیکي پېښه تېره شپه په پغمان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې اووه تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د پېښې لامل معلوم نه دی، خو ډېر کله داسې پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.
ټیګونه