-
۸۰ سلنه افغان ځوانې ښځې زدهکړو او کار ته لاسرسی نه لري
Jun 28, 2025 08:35د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه ځوانې ښځې زدهکړو او کار ته لاسرسی نه لري.
-
په غزني کې په یو وار شلو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
Jun 28, 2025 08:15چارواکي وایي، د دې ودانیو په جوړیدو سره په دې ولایت کې د زده کوونکو د سرپناه ستونزه تر ډیره بریده هواره شوه.
-
لغمان کې یوولس تنه په ترافیکي پیښه کې ژوبل شول
Jun 28, 2025 08:05د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي د شنبې په سهار د کابل جلال اباد پر لویه لارد سرخکانو دوه لارې په سیمه کې یوه لارې او دوه دسپرلیو موټرو د ټکر له امله د یوې میرمنې په ګډون یوولس تنه ژوبل شول.
-
په کابل کې د ایران سفیر د دوغارون له سرحدي پولې څخه لیدنه وکړه
Jun 28, 2025 07:58له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې له زیاتوالي وروسته، په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي په مشرۍ د ډیپلوماتانو يو پلاوي، د دوغارون له سرحدي پولې څخه لیدنه کړې.
-
افغانستان بانک له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیتونه کم کړل
Jun 16, 2025 10:59د افغانستان بانک اعلان کړی چې له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیتونه کم شوي دي او اوس خلک کولی شي له خپلو حسابونو (اکاونټونو) څخه د پخوا په پرتله زیاتې پیسې وباسي.
-
هند افغانستان ته د خپلو کرهڼیزو محصولاتو صادرات کموي
Jun 16, 2025 10:52هندي رسنۍ راپور ورکوي چې ښایي په ۲۰۲۶ مالي کال کې، هند افغانستان ته د خپلو کرنیزو محصولاتو صادرات کم کړي.
-
ملګرو ملتونو د افغان ماشومانو او مېرمنو ترمنځ له شدیدې خوارځواکۍ سره د مقابلې لپاره غږ پورته کړی
Jun 16, 2025 03:06د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټونو د افغان مېرمنو او ماشومانو ترمنځ له شدیدې خوارځواکۍ سره د مقابلې لپاره د همکارۍ غږ پورته کړی دی. یادو بنسټونو پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او مېرمنو د ملاتړ لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.
-
د طالبانو مالیې وزارت: له ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه پرانېستي دي
Jun 16, 2025 02:52د طالبانو مالیې وزارت ویلي چې له ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه پرانېستي دي او ګمرکي او سوداګریزې چارې له ننګونې پرته عادي روانې دي.
-
د افغانستان د سفارت په ایران کې دېره افغان کډوالو ته سپارښتنه او خبرداری ورکړی
Jun 15, 2025 02:51په تهران کې د افغانستان سفارت په یوه خبرتیا کې په ایران کې دېره افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې له هغو سیاسي او امنیتي موضوعاتو ځانونه لیرې وساتي چې په ایران کې حساس بلل کېږي.
-
افغان چارواکي وائي ایرانیو توغندیو غزې ته د مقاومت او آزادۍ پیغام ورساوه
Jun 14, 2025 11:44د افغانستان د طالبانو د حکومت د کلتوري کمیشن یوه مسئول د ایران د وعده صادق ۳ عملیاتو او د توغندوي برد د غبرګون په اړه وویل،د ایران توغندیو غزې ته د مقاومت او آزادۍ پیغام ورساوه.