-
راتلونکې اونۍ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کیږي
May 21, 2025 10:54د « له پولیو څخه د پاک افغانستان » په نوم بنسټ اعلان کړی چې د ماشومانو د فلج ناروغۍ (پولیو) ضد واکسین کمپاین به په ټول افغانستان کې پیل شي.
-
د سمنګان اړوند د ډبرو سکرو په کان کې چاودنې له امله ۷ کان کیندونکې مړه شوي
May 21, 2025 10:26د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۷ تنه کان کیندونکي مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
-
د افغانستان پانګوال دې په روغتیايي سکټور کې هم پانګونه وکړي
May 21, 2025 03:07د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د افغانستان پر پانګوالو غږ کړی چې د نورو برخو ترڅنګ دې په روغتیايي سکټور کې هم پانګونه وکړي.
-
د افغانستان نیماي وګړي له بشردوستانه مرستو سره تړلي دي
May 21, 2025 03:01په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر میهیونګ پارک ویلي چې د دغه هېواد نیمايي وګړي د ژوندي پاتېې کېدو لپاره پر بشردوستانه مرستو تکیه دي.
-
ترکیه له افغانستان سره اروپا ته د غالیو په صادراتو کې همکاري کوي
May 21, 2025 02:38د ترکیې د غالیو ټولنې چارواکو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو سره په کتنه کې اروپايي بازارونو ته د افغاني غالیو په صادراتو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
-
د طالبانو مالیې وزارت په کابل کې د نړیوال بانک د دفتر د پرانیستلو خبر ورکړ
May 19, 2025 11:09د طالبانو مالیې وزارت وایي، نړیوال بانک په کابل کې خپل دفتر بیا پرانیستی او د پاتې پورونو د ورکولو بهیر بیا پیلولو ته بشپړ چمتو دی.
-
په کندوز کې د ټرافیکي پېښې له امله پنځه کسان وژل شوي
May 19, 2025 11:04په کندوز ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
-
له افغانستان سره هرراز همکارۍ ته چمتو یو
May 19, 2025 02:32د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، په تهران کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې له افغانستان سره په ټولو برخو کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی وښود.
-
د جاپان سفارت افغان محصلانو ته د سکالرشیپونو لپاره نوملیکنه پیل کړه
May 19, 2025 02:23په کابل کې د جاپان ډیپلوماتیکې استازولۍ اعلان کړی چې د روان کال لپاره د لوړو زدهکړو (د څېړنیزو دورو) په برخه کې افغان محصلانو ته د جاپاني سکالرشیپونو د نوملیکنې بهیر پیل شوی دی.
-
سرپل کې یو ځوان خپل پلار وژلی او خور یې ټپي کړې
May 19, 2025 02:11د سرپل چارواکي وایي، د دغه ولایت په «ګوسفندي» ولسوالۍ کې هغه ځوان نیول شوی چې خپل پلار یې وژلی او خور یې ټپي کړې وه.