سرپل کې یو ځوان خپل پلار وژلی او خور یې ټپي کړې
(last modified Mon, 19 May 2025 01:11:58 GMT )
May 19, 2025 05:41 Asia/Kabul
  • سرپل کې یو ځوان خپل پلار وژلی او خور یې ټپي کړې

د سرپل چارواکي وایي، د دغه ولایت په «ګوسفندي» ولسوالۍ کې هغه ځوان نیول شوی چې خپل پلار یې وژلی او خور یې ټپي کړې وه.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ چارواکو ویلي، دغه ځوان وړمه ورځ د ګوسفندي ولسوالۍ په «یول‌تراب» کلي خپل پلار او خور په چاقو وهلي وو چې پلار یې وژل شوی دی.

د چارواکو په وینا، قاتل د امنیتي کسانو لخوا نیول شوی او دوسیه به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

تر دې مخکې د فاریاب په «خواجه‌سبز‌پوش» ولسوالۍ کې د منهاج‌الدین په نوم یوه کس پر خپل ۶۰ کلن نیکه ډز کړی او وژلی یې وو.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ چارواکو ویلي وو چې د امان الله په نوم ۶۰ کلن سړی د «منهاج‌الدین» په نوم د خپل لمسي لخوا په دوکان کې د توپانچې په ډز وژل شوی او د قاتل د نیولو خبر یې ورکړی وو.