-
ننګرهار کې د غلو یوه اتلس کسیزه ډله ونیول شوه راپور دلته لرو
Mar 26, 2024 06:13زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي نیول شوو غلو د طالبانو او امنیتي ځواکونو له نوم نه په ګټه اخیستنه د خلکو کورونه لوټل.
-
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له بند څخه د عبیدالله احمدي د آزادېدو غوښتنه کړې
Mar 26, 2024 02:52د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو څخه غوښتي چې په کندوز ولایت کې ځايي خبریال عبیدالله احمدي خوشې کړي.
-
د افغانستان او ايران د کلتوري اړيکو پر پراختيا خبرې وشوې
Mar 26, 2024 02:33د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له کلوري اتشه ډاکټر سید روح الله حسیني سره وکتل.
-
میدان وردګ ولایت کښې څاروي ساتونکو ته حیواني خوراکه ورکړل شوي راپور واورئ
Mar 25, 2024 12:48زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په میدان وردګو ولایت کې (۱۰۰۰) تنو مالدارانو ته حیواني خوراکه وویشل شوه.
-
ننګرهار پوهنتون کې د څیړنیز مرکز لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو چارې پېل شوي تفصیل دلته لرو
Mar 25, 2024 08:51زمونږ خبریال راپور راکړی د پوهنتون چارواکي وایي دا ودانۍ د یو ملي سوداګر په مالي مرسته جوړیږي. ننګرهارپوهنتون چې د هیواد په کچه دویم ستر علمي مرکز ګڼل کیږي خو تر دا مهاله پکې زده کړیالانو ته د علمي څیړنو مرکز ودانۍ نه وه جوړه شوې.
-
لغمان ولایت کښې د وړو ډیمونو د جوړولو کار پیل شوی راپور په ګډه اورو
Mar 25, 2024 06:33زمونږ خبریال راپور راکړی لغمان ولایت کې د باراني اوبو زیرمه کولو په موخه د وړو بندونو جوړولو چارې پېل شوې.
-
د افغانستان په معدنی سرچینو د القاعدې چتر له ادعاتر حقیقیته
Mar 24, 2024 12:44فارن پالیسي مجلې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او القاعده او د هغې د ملاتړو ډلو تر منځ د اړیکو په اړه داسې تورونه لګولي چې که رښتیا وي، د طالبانو لپاره به بې پایلې نه وي.
-
پر خپله خاوره د چا تېری او د ملي حاکمیت خلاف ورزي نه منو
Mar 25, 2024 02:03په افغانستان کښې د طالبانو د سرپرست حکومت سیاسي کمېشن وایي، چې چاته پر خپله خاوره د تېري او د ملي حاکمیت د نقض اجازه نه ورکوي.
-
ترکیې په افغانستان کې د انجونو د ښونځیو د پرانیستوغوښته وکړه
Mar 24, 2024 11:02د افغانستان په کابل کې د ترکیې سفیرپه افغانستان کې له شپږم ټولګې پورته د انجونو د ښونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې ده .
-
جلال اباد ښار کښې د واټونو د پراخولو چارې پیل شوي دي راپور دلته لرو
Mar 24, 2024 06:35زمونږ خبریال راپور راکړی د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د واټونو د پراخولو چارې پېل شوې.