ایران په دوو اوونیو کې ۵۰ میلیونه بېرله تېل صادرکړي دي
Jul 02, 2026 06:34 Asia/Kabul
پارس ټوډې- د تېلو د ټانکرونو د تعقیب شرکت، ټانکرټریکرز اعلان کړی چې ایران د دوو اوونیو په ترڅ کې ۵۰ میلیونه بېرله تېل صادر کړي دي، چې عاید یې شاوخوا ۳.۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د ۵۰ میلیونه بېرله تېلو صادرات د دوو اوونیو په ترڅ کې، د جون میاشتې لپاره په ورځ کې د ۱.۶۶ میلیونه بېرلو معادل ګڼل کېږي.
د تېلو د ټانکرونو د تعقیب شرکت په ورته وخت کې اعلان کړه چې په سیمه کې د ډېرو نورو هېوادونو د تېلو صادرات لا هم له جګړې مخکې کچې ته نه دي نږدې شوي.
ټیګونه