-
د هرات والي د ایران د اسلامي جمهوریت له سر قونسل سره وکتل
Feb 08, 2024 01:50د افغانستان د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د دغه ولایت د بهرنیو اړیکو د مرستیال په حضور کې، د ایران د اسلامي جمهوریت له سر قونسل صديقي فر سره وکتل.
-
طالبان له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري
Feb 08, 2024 01:42د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري.
-
د افغانستان د خپلواکې ارزونې راپور واقعبينانه او عملي دی
Feb 08, 2024 01:28د افغانستان پخواني ولسمشر د دې هېواد په چارو کې د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو سره په ليدنه کې، د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» راپور «واقعبينانه» او «عملي» بللی دی.
-
په غزني ولایت کې د سختې سړې هوا له امله یوه سړي خپل ژوند بایللی
Feb 07, 2024 10:54د افغانستان په غزني کې ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په اجرستان ولسوالۍ کې د سختې سړې هوا له امله يو سړی مړ شوى دى.
-
ازبکستان او افغانستان د دوه اړخیزه اړیکو په هکله خبرې وکړې تفصیل دلته لرو
Feb 07, 2024 10:24زمونږخبریال راپور راکړی د ازبکستان او د طالبانو سرپرست حکومت په دوه اړخيزو اړيکو خبرې کړي دي.
-
په افغانستان کې ډېری ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي
Feb 07, 2024 10:19د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
-
له افغانستان څخه د نشه یي توکو قاچاق نه دی کم شوی
Feb 07, 2024 10:11د نشه یي توکو پر وړاندې د تاجکستان د مبارزې د ادارې مشر د روسیې ټاس خبري آژانس ته ادعا کړې، چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته د نشه یي توکو قاچاق نه دی کم شوی.
-
تېر کال له افغانستان څخه له ۶۰ ډېرو هېوادونو ته صادرات شوي دي
Feb 07, 2024 09:43د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې له ۶۰ ډېرو هېوادونو ته د ۱.۹ میلیارډ ډالرو په ارزښت صادرات کړي. یاد وزارت وايي، دغه صادرات د ۲۰۲۲ کال پرتله دوه سلنه زیات شوي دي.
-
د اوبو د حق په هکله د افغانستان طالبانو ته د ایران بیا خبرداری :-
Feb 07, 2024 08:43له« هیرمند» سیند څخه د ایران اسلامي جمهوریت ته د اوبو د حق په ورکولو کښې د طالبانو د کارړنګونې په دوام کښې د ایران د انرژۍ وزیر« علي اکبر محرابیان »خبرداری ورکړ که چیرې طالبان د ایران د اوبو د حق د تخصیص په هکله په ځپلو ژمنو باندې عمل ونکړي نو تهران به له قانوني او حقوقي اوزارونو استفاده وکړي.
-
افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بریښنا پیسې ورکړي دي تفصیل دلته لرو
Feb 07, 2024 08:33زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د ګاونډيو هېوادنو د برېښنا ټول پورونه يې ادا کړي دي.