-
د هند په ختیځ کې د باروړونکې بېړۍ له ډوبېدو ۲۲ کسان لادرکه دي
Aug 24, 2026 12:56د هند په ختیځ کې د پاناما بیرغ لرونکې «اوشن وینر» باروړونکې بېړۍ له ډوبېدو وروسته ۲۲ کسان لا هم لادرکه دي.
-
هلمند کې څلور کسان له ریګي دښتو ژغورل شوي
Aug 24, 2026 12:47طالبان وايي، دوه ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه چې د هلمند د دیشو او ګرمسېر ولسوالیو ترمنځ په ریګي دښتو کې یې لار ورکه کړې وه، ژغورل شوي دي.
-
د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل له لارې سوداګري ۹ برابره زیاته شوې
Aug 24, 2026 12:11زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان او ایران ترمنځ په وروستیو کې د قونسلي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا هڅې زیاتې شوې دي.
-
ننګرهار کې پر نشه د روږدو کسانو د درملنې لپاره د زرو کټونو مرکز پر فعالیت پیل وکړ.
Aug 24, 2026 12:04زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي، په دې مرکز کې به پر ختیځو څلورو ولایتونو سربېره د هېواد د نورو سیمو د روږدو کسانو درملنه هم کېږي. دا مرکز د جلالاباد ښار ختیځ ته په شل کیلومترۍ کې د غازي امانالله خان په ښارګوټي کې موقعیت لري.
-
په شمالي ولایت جوزجان کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو نور حال په راپور کښې لرو
Aug 24, 2026 11:57زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي، موخه یې د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا او د پلور لپاره د بازار موندل دي.
-
حقاني: د افغانستان د شیعیانو روا غوښتنې باید عملي شي
Aug 23, 2026 14:11پارس ټوډې - د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني بامیان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د درستو اهل تشیّع د روا غوښتنو پر عملي کېدو او د ملي یووالي پر ساتلو ټینګار وکړ.
-
افغان طالبانو له نړیوال رسمیت پرته سیمهییزې ملګرتیا پراخې کړې دي
Aug 23, 2026 13:41الجزیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړی چې دافغانستان د طالبانو حکومت له نړیوال مشروعیت او رسمیت پرته، په ټولې سیمې کې خپلې سوداګریزې او امنیتي ملګرتیاوې پراخې کړې دي.
-
افغانستان او ایران د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره ګډه کاري ډله جوړوي
Aug 23, 2026 13:29د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
-
افغانستان کې د کرکټ لومړۍ درجه سیالۍ پیل شوي
Aug 23, 2026 13:25د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د افغانستان د لومړۍ درجې کرکټ سیالیو نهم پړاو، چې د احمدشاه ابدالي جام په نوم ترسره کېږي، د شنبې په ورځ په خوست او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوی دی.
-
د افغانستان د جلالاباد ښاروالۍ د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت رغنیزې پروژې پیل کړې
Aug 23, 2026 13:24د افغانستان د ننګرهار ولایت د جلال آباد د ښاروالۍ چارواکي وائي، د دغو پروژو پلې کېدل به د ښاري پراختیا او زرغونتوب لامل شي.