-
له طالبانو سره داړیکو عادی کیدا دافغانستان او نړۍ په ګټه ده
Dec 25, 2023 09:02په افغانستان کې د ملګروملتو پخواني استازي د افغانستان د طالبانو د حکومتي کابینې د مشر له اداري مرستیال سره په کتنې کې ټينګار و کړ، له طالبانو سره داړیکو عادي کیدا د افغانستان او نړۍ په ګټه ده.
-
په افغانستان کې ۴میلیون میئندې او ماشومان له ناوړه خوړو سره لاس او ګریوان دي
Dec 25, 2023 08:41د خوړو نړیوالې ادارې پرون په ټولنیز چینل ایکس پاڼې کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره چې په افغانستان کې څه دپاسه څلور میلیون میئندې او ماشومان له ناوړه خوړو سره لاس او ګریوان شوي دي ، ټينګار کړی دی ،په دغه هیواد کې د د نړیوالو خوړو د مخه نیونې او درملنې لپاره نړیوالې مرستې ناکافي دي .
-
د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې نن د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کیږي
Dec 25, 2023 03:03د پولیو څخه د پاک افغانستان په نوم د واکسین کمپاین پاڼې د خبر له مخې؛ نن د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کیږي چې په ترڅ کې به له ۵ کالونو څخه کم عمره ماشومانو ته تطبیق شي.
-
اروپايي ټولنه د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۳ میلیونه یورو مرسته وکړه
Dec 25, 2023 01:59د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د اروپايي ټولنې له خوا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د درې میلیونه یورو د مرستې اعلان وکړ.
-
لغمان کې ترافیکي پېښې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
Dec 24, 2023 11:37د افغانستان لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په ترنګ سیمه کې د هایلکس موټر او ریکشا د ټکر له امله د دوو میرمنو په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
-
ماشومان په افغانستان کښې د چاودنو او ماینونو اصلي قربانیان دي
Dec 24, 2023 11:15د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: په افغانستان کې ماشومان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو تر ټولو ډېر قربانیان دي.
-
امریکا د افغانستان د دیني مدرسو د نابودولو هڅه کوي
Dec 24, 2023 10:46د افغانستان د طالبانو د حکومت د پوځ لوې درستیز وویل: امریکې په افغانستان کښې په خپل شل کلن پوځي شتون کښې هڅه وکړه چې دیني مدرسې ختمې کړي.
-
د طالبانو حکومت د امریکا څرګندونې دروغ بللي نور جزیات دلته لرو
Dec 24, 2023 10:44زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو سرپرست حکومت افغانستان کې د بېوزلي د زیاتوالي په اړه د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې څرګندونې رد کړې او وايي، چې دا څرګندونې حقیقت نه لري.
-
۴ میلیونه افغان ماشومان او میندې په خوارځواکۍ اخته دي
Dec 24, 2023 01:32د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وايي، څلور میلیونه ماشومان او میندې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي.
-
په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پرمهال مري
Dec 24, 2023 01:10د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پرمهال مري.