-
د افغانستان د قوش تیپې کانال ریل پټلۍ بشپړ شوه
Nov 22, 2023 02:43په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ په چوکاټ کې د قوشتیپې کانال د امنیت ساتنې لپاره ۲۰۰ کسیزه مجهزه قطعه جوړه شوې.
-
د تورخم لارد باروړونکو ګاډوپه وړاندې بیاپرانیستل شوې
Nov 22, 2023 01:00له دې مخکې د پاکستان اړونده چارواکو ویلي ووچې یوازې هغو افغان ګاډوچلونکو ته اجازه ورکوي چې پرتورخم واوړي او د افغانستان پاسپورټ او د پاکستان ویزه ولري.البته د پاکستان د دغه اقدام په وړاندې په په افغانستان کې په تورخم کې افغان سیمه ییزو چارواکو هم ورته اقدام کړی و.
-
پنځلس تنو ته په ننګرهار کې په ترافیکي پېښه کې مرګ ژوبله واوښته
Nov 22, 2023 06:50زموږ خبریال راپور راکړی چې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلی وایي، تېره ورځ د تورخم جلال آباد پر لویه لار د شینوارو ولسوالۍ اړوند مارکو سیمه کې په یو وخت کې د څلورو موټرو د ټکر له امله، یو تن ومړ او څوارلس تنه نور ژوبل شول.
-
د تورخم دروازه له څو ساعته بندیدا وروسته بیرته پرانیستل شوي ده نور حال په دغه راپور کښې لرو
Nov 22, 2023 06:38زمونږ خبریال راپور راکړی تورخم دروازه له څو ساعتونو تړل کیدو وروسته بیا ځلې د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
-
کډوال او د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې تاوتریخوالی
Nov 21, 2023 13:09په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د دواړو هېوادونو ترمنځ د خپلو او افغان ښاریزو پر تګ راتګ محدودیتونه لګولي، پاکستاني اعتراض کوونکو اسلام آباد ته د هغې د پایلو خبرداری ورکړی.
-
د طالبانو د کرنې وزارت لوړ رتبه پلاوی ازبکستان ته ولاړ
Nov 21, 2023 11:37د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ يو پلاوی د ازبکستان هېواد ته سفر کړی.
-
یوناما افغانستان ته د مرستې په لاره کې خڼدونه لیرې کړي
Nov 21, 2023 11:18د تسنیم خبري آژانس له راپور سره سم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د سیاسي څانګې مشر د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال د دفتر له مشر سره په لیدنه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو په نوښت به د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي چې طالبان به یې مهمه برخه وي.
-
اسرائیل به د افغانانو لخوا ماته خوري
Nov 21, 2023 10:09د طالبانو له لوري د لغمان والي وایي، چې که افغان ځوانانو ته فکري روزنه ورکړل شي، نو په فلسطین کې به د صهیونیسټي رژیم اشغال پای ته ورسېږي.
-
په افغانستان کې هېڅ بهرني پوځي ته اجازه نه ورکوو
Nov 21, 2023 09:27د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ټرمپ د خبرو په غبرګون کې ویلي؛ په افغانستان کې هېڅ بهرني پوځي ته اجازه نه ورکوي.
-
امریکایي سناټور په طالب مشرانو په بهرني سفرونو د بندیز غوښتونکی شو
Nov 21, 2023 03:56د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال اروپا ته د یو طالب چارواکي د سفر په غبرګون کې ویلي، نړیواله ټولنه باید د طالب چارواکو په سفرونو د بندیزونو په پلي کولو کې د یوه او بل ملاتړ وکړي.